
ایکنانیوز د الجزایر ریډیو له قوله راپور راکړ، د الجزایر د دیني چارو او اوقافو وزیر یوسف بلمهدي په المدیه ولایت کې په مدیه ښار کې څو جوماتونه او قرآنی مدرسې افتتاح کړې او د قرآنی انس یوه بله رزینه پاڼه ئې ټولنې ته وړاندې کړه.
بلمهدي خپل سفر په بن شیکاؤ سیمې کې د القدس جومات په مخ کتنې سره پیل کړ چې په یوه وخت پکې یو زر دوه سوه لمونځ ګوزار لمونځ ادا کولی شی او له دې وروسته ئې په عین بوصیف کې هم د عمر بن خطاب جومات افتتاح کړ چې په دغه جومات کې څه دپاسه پنځه زره لمونځ ګوزار په یوه وخت لمونځ ادا کولی شی.
هغه همداراز دوې قرآنی مدرسې هم افتتاح کړې ، لومړئ په العماریه سیمې کې واقع ده چې د درس کلاسونه، د محصیلینو لیلیه ( هوسټل)، یوه کافه او د ویناؤ یو ستر هال هم پکې شته دي . دوهمه مدرسه هم په اولاد ابراهیم سیمې کې ده چې د قرآني مطالعاتو او قرائت لپاره پکې د درس کلاسونه ، یو کتابتون او یوه لمونځ کوټه جوړ شوي دي. په دغې مدرسې کې ۴۸۰زده کونکو چې انجونې او هلکان پکې شامل دي ، خدمات وړاندې کیږی، پر هغو ۱۱۴ زده کونکو چې په لیک لوست زده کړې کلاسونو کې ئې نامې ثبت کړي دی
بلمهدي د دغو مدرسو له مسؤلانو سره په کتنې کې په تیره بیا د العماریه قراني مدرسې د افتتاح په وخت پخپلو څرګندونو کې د فرانسې د استعمار په پړاؤ کې او ان تر نن پورې د الجزایر د هویّت په ساتلو کې د قرآنی مدرسو او کلتوري فضاؤ پر رول او ونډې ټينګار وکړ.
هغه دغه مدرسې د روڼ اندئ هغه فضاګانې وبللې چې د هیواد ددیني میراث په ساتنې او د هویّت په بڼه موندنې کې مهم رول لري.
https://iqna.ir/fa/news/4345934